ترکیې ته د افغانستان صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي

ترکیې ته د افغانستان صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د اسلامي امارت له لوري د لوړو تعرفو معافېدل په ګوته کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین وایي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د هېواد په صادراتو د لوړې تعرفي معاف کېدل بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادراتو کچه هم د پام وړ زیاته شوې.

د یادې خونې مرستیال یونس مومند ویلي، ترکیې ته په دې وروستیو کې د افغانستان صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي او ایران او پاکستان ته هم د هېواد صادرات د پام وړ زیات شوي دي.

ښاغلي مومند بهر ته د هېواد د صادراتو زیاتېدو لامل د اسلامي امارت له لوري د لوړو تعرفو معافېدل په ګوته کړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په ډېریو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد تولیدات پیاوړي او زیاتېږي.

تړلي موضوعات