حوثیانو یو ځل بیا په سور سمندر کې په بېړیو بریدونه کړي

حوثیانو یو ځل بیا په سور سمندر کې په بېړیو بریدونه کړي نړۍ
د ایټالیا یوې نفتي بېړۍ ته زیان رسېدلی دی

د امریکا مرکزي قومنداني یا سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یمن حوثي ځواکونو نن شنبه بیا هم په سور سمندر کې د دوی په ټکو په سوداګریزو کښتیو د بالستیک توغندیو په واسطه بریدونه کړي.

د سینټکام له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې د پاناما بیرغ لرونکې د ایټالیا یوې نفتي بېړۍ ته زیان رسېدلی دی.

 په ورته مهال ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې حوثي ځواکونو د غزې د جګړې په غبرګون کې د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۹ راهیسې تر ۱۰۰ زیات د امریکا او اسرائیلو او د اسرائیلو د نورو ملاتړو هیوادونو په سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي. 

د یادونې وړ ده، چې دیمن حوثي ځواکونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې په سور سمندر کې به د اسرائیلو او د اسرائیلو د ملاتړ هیوادونو هیڅ یوې کښتۍ ته په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د روان وحشت له امله د تیرېدو اجازه ورنه کړي.

تړلي موضوعات