د ایران له لارې دې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې، چې د کابینې یو شمېر غړي هم پکې وو ملا برادر اخوند ویلي، دواړه هېوادونه باید د اړیکو لا پیاوړتیا ته په ګډه کار وکړي، چې یاده چاره به د دواړو هېوادونو د ولسونو ستونزې حل کړي.
ښاغلي برادر د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې، او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره اساسي ګام یاد کړی.
بلخو په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګریزو، بانکي ستونزو حل، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، کرني سکتور عصري کولو او د ایران له لارې د افغانستان سوداګرۍ او ټرانزیټ زیاتولو په برخه کې همکاري وکړي.