افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان مقتي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګرین سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ مخ په پراخېدو دي او افغانستان لېواله دی، چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.
مولوي امیرخان متقي هيله ښودلې، چې په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنایي حکومتولۍ برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له پراختيا سره پکار ده چې د کابل او استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.
په دې کتنه کې سریک ژومانګرین ویلي، په افغانستان کې به د رېل پټلۍ، کانونو او مشترکو کمپنیو په برخه کې پانګونې په اړه مفصلې تخنیکي خبرې وکړي.
ښاغلي ژومانگرين هيله څرگنده کړه چې د کابل-استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.
د یادونې ده، چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال به افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د افغان – قزاق ګډ سوداګریز نندارتون پرانیزي.