د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي

د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي سیاست
د رسمي غړیتوب ورکولو هيله هم کړې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د مسکو دریځ هرکلی کړی.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر ویلي، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.

نوموړي د مسکو فارمټ کې افغانستان ته د رسمي غړیتوب ورکولو هيله هم کړې ده.

بلخوا په دې کتنه کې ضمیر کابلوف ویلي،  مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ ورسپارلو غوښتونکی دی.

ضمیر کابلوف له اسلامي امارت سره د روسیې مثبتو اړیکو پر دوام ټینګار ترڅنګ ویلي، چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

تړلي موضوعات