د ا.ا. پر وړاندي د غربیانو ټول تبلیغات، پروپاګند دي

د ا.ا. پر وړاندي د غربیانو ټول تبلیغات، پروپاګند دي سیاست
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په ګډه به یې ستونزې هواروو

د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغان شخصیتونو د ملي دفاع له وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد سره په کتنه کې ویلي، د هېواد په کچه ښه امنیت او بنسټیزو پروژو یې هېلې غوړولې دي.

دغو شخصیتونو په دې کتنه کې ویلي، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې په دې وپوهېدل چې د اسلامي امارت پر وړاندې د غربیانو تبلیغات تش پروپاګند دي.

بلخوا د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په ګډه به یې ستونزې هواروو.

نوموړي ټینګار کړی، چې له روان امنیتي او سیاسي ثبات نه په ګټې اخیستنې باید د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

تړلي موضوعات