د افغانستان او چین ترمنځ دې د سوداګرۍ غوړېدو لپاره هڅې زیاتې شي

د افغانستان او چین ترمنځ دې د سوداګرۍ غوړېدو لپاره هڅې زیاتې شي سوداګرۍ او اقتصاد
په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په چین کې د افغانستان له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره په کتنه کې، له چین سره د اسلامي امارت اړیکي مهمې او د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې.

مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی.

په چین کې افغان سفیر په دې کتنه کې ویلي، افغان ډيپلوماټان د چین له حکومت او ادارو سره غوره رسمي اړیکي لري.

ښاغلي کریمي ویلي، په افغانستان کې امن، شفافیت او ثبات د چینایي پانګوالو د کانونو را ایستنې او سوداګرۍ په برخه کې د لېوالتیا سبب شوي.

نوموړي زیاته کړې، ګڼ شمېر چینایي پانګوال له افغان سفارت سره په اړیکه کې دي.

تړلي موضوعات