جاپان افغانستان سره تازه نږدې ۶۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
افغانستان کې د جاپان سفارت ويلي، چې جاپان افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو بشر دوستانه مرستې پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو د ادارو، نړېوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي مؤسسو له لارې به ورسېږي.
د دې هېواد سفارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې جاپان افغانستان سره۴۴۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.