ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادرې شوې

ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د ترکیې مرسینګ ښار ته صادرې شوې

د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې د روزنګ اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري ترکیې هېواد ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادري شوې دي.

د هرات اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمدنسیم محمدي ویلي، د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې به په لومړیو کې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په ورځني ډول یو قطار وي او د سوداګریزو توکو حجم ته په کتو به یې کچه لوړه شي.

په دغو صادراتو کې د تالک معدني ډبرې هم وې، چې د ترکیې مرسینګ ښار ته صادرې شوې.

د یادونې ده، چې په هیواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې صادارت ترسره کېږي.

تړلي موضوعات