م.م استازې د امنيت او نشه يي توکو سره مبارزې برخه کې ا.ا هڅې ستایلې

م.م استازې د امنيت او نشه يي  توکو سره مبارزې برخه کې ا.ا هڅې ستایلې سیاست
د لیدنې پر مهال

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره کتلي دي.

کتنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان کې د خوندي امنيت او نشه يي توکو سره مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې ستایلې دي.

روزا اوتونبایوا همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې نړېواله ټولنه دغه بهير څاري.

کورنیو چارو وزیر کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړېواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت ګاونډیانو سره د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.

ښاغلي وزیر همدارنګه زیاته کړې، چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.

تړلي موضوعات