پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې 177 فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د تېرې یوې ورځې راهيسې په دې تړانګې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو له امله د پینځو ماشومانو په ګډون ۷۱ فلسطینیان شهیدان او تر ۱۰۶ زیات ټپیان شوي دي.
د نړیوالو رسنیو راپورونو له مخې؛ اسرائیلي اشغالګرو غزې ته د بشري مرستو رسولو ټولې لارې تړلې او د دې ښار د هستوګنې زیاته برخه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه د اشغالګرو ځواکونو بریدونو له پیل تر دې مهاله، نږدې ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان او تر ۷۶ زرو زیات ټپیان شوي دي.