د واخان کوریډور پرانېستل کېدو پر امکاناتو چین کې خبرې شوې

د واخان کوریډور پرانېستل کېدو پر امکاناتو چین کې خبرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د دې کوریډور د پرانېستل کېدو پر امکاناتو خبرې شوې دي

د افغانستان او چین چارواکو ترمنځ د واخان کوریډور د اهمیت او احتمالي ګټو په اړخ خبرې شوې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان اسلامي امارت او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو اړوند سیاسي څانګو په مشرۍ په پلازمېنه بیجینګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې درېیمه غونډه کې د واخان کوریډور په اړه هم خبرې او بحثونه شوي دي.

په دې غونډه کې د واخان کوریډور د اهمیت، احتمالي ګټو او د دې کوریډور د پرانېستل کېدو پر امکاناتو خبرې شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې همداراز دواړو لوریو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.

د افغان او چیني استازو ترمنځ د واخان کوریډور په اړه وروسته له هغې خبرې اترې کېږي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د واخان له لارې له چین سره ونښلول شي، چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په مستقیم ډول سوداګریزه راکړه ورکړه هم پیل شي.

تړلي موضوعات