بیجینګ کې د افغانستان او چین سیاسي څانګو په مشرۍ ناسته شوې

بیجینګ کې د افغانستان او چین سیاسي څانګو په مشرۍ ناسته شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان اسلامي امارت او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو د اړوندو سیاسي څانګو په مشرۍ په پلازمېنه بیجینګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې او رابطې میکانیزمونو درېیمه ناسته ترسره شوه.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه ویلي، په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستانه شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو کتنه وشوه.

عبدالقهار بلخي زیاته کړې، دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړو غاړو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو په اړه خبرې وکړې او ټينگار وشو چې د چارو د چټکتيا په موخه پر طرحو غور وشي.

په ناسته کې چينايي لوري ژمنه کړې، چې افغانستان سره د چين بشري مرستې به د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي.

همدارنگه په دې ناسته کې د واخان کوريډور د اهميت او احتمالي گټو او د دې کوريډور د پرانېستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

تړلي موضوعات