سوډان کې د پوځ او ملېشو ترمنځ په نښتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي

سوډان کې د پوځ او ملېشو ترمنځ په نښتو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي نړۍ
د نښتې له امله لسګونه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي

د سوډان د بشري حقونو یوه سازمان پرون (سه شنبه) اعلان وکړ چې د شمالي دارفور ایالت په مرکز الفاشر کې د سوډان د پوځ او د چټکو ملاتړو ځواکونو ملېشو تر منځ په وسله واله نښته کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي، د سازمان په وينا ياده سيمه له ډېرې مودې راهيسې د ګڼو بې ځایه شویو خلکو لپاره خوندي ځای و او په هېواد کې د يو کال راهيسې پیل شويو جګړې کې له نښتو او جګړو لرې پاتې شوی و.

د بېړنیو حالاتو د مدافع وکیلانو سازمان ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د الفاشر ښار په لوېدیځ کې د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو ملېشو ترمنځ په نښتو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د وکیلانو ياد سازمان هغه سرغړونې څېړي چې په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال اپرېل له ۱۵ مې راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د ملکي خلکو پروړاندې ترسره شوې.

د الجزيرې تلوېزیون د الفاشر جنوبي روغتون یوې طبي سرچینې له قوله ویلي، چې د نښتې له امله لسګونه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې له يو کال راهيسې د سوډان حکومت پوځ او د هغو ملېشو ترمنځ چې د بهرنيو استخباراتي کړيو لخوا تمويلېږي خونړۍ جګړې ترسره شوې چې په لړ کې يې زرګونه خلک وژل شوي چې يوازې ۱۵۰۰۰ تنه يې د لويديز دارفور مرکز الجنينة سيمې کې وژل شوي.

د دې ترڅنګ دې جګړې سوډان د قحطۍ او لوږې لورې ته ور رهي کړی، بې شمېره زېربناوې له منځه تللې او تر ۸.۵ ميليونه پورې وګړي يې کډوالۍ ته اړ شوي.

تړلي موضوعات