له خان یونس وروسته اسرائیلي پوځیان له بیت حنون څخه هم په شا شوي

له خان یونس وروسته اسرائیلي پوځیان له بیت حنون څخه هم په شا شوي نړۍ
د شاتګ پر مهال یې ځینې فلسطیني وګړي هم نیولي دي

د صهیونیستي رژیم پوځیان د غزې په جنوب کې له خان یونس ښار څخه له وتلو وروسته د غزې په شمال کې د بیت حنون له سیمې هم وتلي دي. 

العربیه خبري شبکې ویلي، اسرائيلي پوځيانو له خپلو ټولو پوځي تجهيزاتو سره له بيت حنون سيمې شاتګ کړی او د شاتګ پر مهال یې ځینې فلسطیني وګړي هم نیولي دي. 

د غزې له جنوب او شمال څخه د صهیونیستي رژیم پوځي اشغالګر په داسې حال کې په شا کیږي، چې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي، اسرائیلو د غزې په شپږ میاشتنۍ جګړه کې  هیڅ هم نه دي ترلاسه کړي. 

نوموړي زیاته کړې وه، چې د عامو خلکو په نښه کول او د غزې د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړول د اشغال د نه بریالیتوب ښودنه کوي.

تړلي موضوعات