په هېواد کې د اوسني نظام له ملاتړ پرته بل بدیل وجود نه لري

په هېواد کې د اوسني نظام له ملاتړ پرته بل بدیل وجود نه لري سیاست
د اوسني نظام له ملاتړ پرته بل لار وجود نه لري

په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په هېواد کې د نظام د بشپړ ثبات ملاتړ کوي.

دغو افغان شخصیتونو په دې کتنه کې ویلي، په هېواد کې د اوسني نظام له ملاتړ پرته بل لار وجود نه لري. 

بلخوا په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان کولای شي پرته له کومې وېرې او تشویش څخه د هېواد په پرمختګ، هوساینې او د اسلامي نظام د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې ونډه واخلي.

ښاغلي وزیر په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان شخصیتونو څخه غوښتي، چې د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په کاروان کې فعاله برخه واخلي.

تړلي موضوعات