بدري: ټینګ هوډ لرو، چې د افغانستان بانکي او مالي سکتور په بشپړه توګه اسلامي کړو
د افغانستان بانک رئیس ملا هدایت الله بدري په مشرۍ افغان پلاوي بحرین هېواد کې « د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تېلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې» تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ګډون کړی.
ښاغلي بدري دې دوه ورځني کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان بانک ټینګه اراده لري، چې د افغانستان بانکي او مالي سکټور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نور حرامو کړنو یې پاک کړي.
د نوموړي په خبره، چې دا مهال هېواد کې ټول سودي معاملات منع کړل شوي دي چې متعارف او سودي بانکونه د یو پلان پر اساس اسلامي بانکوالۍ ته اړول کېږي.
دا دوه ورځنی کنفرانس د نومبر په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه جوړ شوی و، چې د افغانستان بانک رئیس د دې کنفرانس څنډه کې د یو شمېر نړېوالو مالي ادارو او د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رئیسانو او ډیپلوماټانو سره هم کتلي دي.