د ملګرو ملتونو دوه ګونی چلند ناراحته کونکی دی
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په توپیري چلند تورنه کړه.
وایسلي نیبنزا پر اسرائیلو د ایران د بریدونو په تړاو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پر امنیت شورا تور پورې کړی، چې د هېوادونو ترمنځ توپیري چلند کوي.
نیننزا ویلي، هغه مهال چې اسرائیلو د نړېوالو نورمونو په خلاف د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ ټولو چوپتیا اختیار کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، د ایران له لوري د متقابلو بریدونو غندنه ښکاره توپیري چلند دی او ناراحته کونکې کړنه ده.
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د روسیې ځانګړي استازي وروسته له هغې دغه څرګندونې کړې دي، چې پر اسرائیلو د ایران ځوابي بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه راوبلله او د ایران بریدونه یې وغندل.