د بهرنيو چارو وزير: باور لرو چې د قربانيو په پايله کې به د فلسطین خاوره د صهيو نيستي اشغالګرو له منګولو خلاصه شي

د بهرنيو چارو وزير: باور لرو چې د قربانيو په پايله کې به د فلسطین خاوره د صهيو نيستي اشغالګرو له منګولو خلاصه شي سیاست
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره تليفوني خبرې وکړې

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ د غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې.

مولوي امير خان متقي په دغو ټيلفوني خبرو کې اسماعيل هنيه ته د دې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي او د فلسطین مجاهد ولس ته يې د استقامت، صبر او ثبات هيله کړې.

مولوي امير خان متقي هيله ښودلې، چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لري چې ددې قربانيو په نتيجه کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.

‏ښاغلي متقي زياته کړې، چې افغانستان هم د زياتو قربانيو په پايله کې خپلواکي تر لاسه کړې.

بلخوا د حماس غورځنګ سياسي مشر اسماعيل هنيه په دغو ټيلفوني خبرو کې د افغانستان ملت د ازادۍ د مبارزې مخکښ بللی په خبره يې، دوى هم د هغوى پر پلونو مزل کوي.

هنيه هيله ښودلې، چې د دوى دغه ويني به هم رنګ راوړي.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پيروزينې وړاندې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د حماس د سیاسي دفتر مشر د خپلو دریو زامنو او د کورنۍ د یو شمیر نورو غړو شهادت تایید کړی وو.

تړلي موضوعات