اسلامي نړۍ دې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره اقدام وکړي

اسلامي نړۍ دې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره اقدام وکړي نړۍ
په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره اقدام وکړي

د مسلمان علماوو نړېوالې اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرلو سره په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د بې عدالتیو پر وړاندې د هر اړخیزې مبارزې غوښتنه کړې.

دغې اتحادیي په اسلامي نړۍ غږ کړی، چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

دغې اتحادیې په غزه کې یو ځل بیا د اسرائیلو اشغالګرو جنایتونه غندلي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي، چې تر اختر وړاندې دې په غزه کې بېړنی اوربند ټینګ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې ٣٣ زره ۳۷ تنه شهيدان او ٧٥ زره ۶۶۸ تنه نور ټپيان شوي، چې ٧٥ سلنه قربانيان يې ښځې او ماشومان دي.

تړلي موضوعات