د روژې په مبارکه مياشت کې هم اسرائيلي اشغالګرو په غزه کې خپل وحشتونه ونه درول
د صهیونیستي رژیم اشغالګرو ځواکونو د روژې مبارکې مياشت پر مهال هم په غزه کې خپلې ړندې بمبارۍ او وحشتونه نه دي درولي او د نړېوالو له دروغجنو غوښتنو سره سره يې خپل وحشت ته دوام ورکړی دی.
په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په غزه کې د بیړني اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ او له کوم ځنډ پرته يې غزې ته د بېړنىو لومړنيو مرستو د رسولو هوکړه وکړه، خو لاهم دغه پرېکړه لیک نه دى عملي شوى او اشغالګر بې له دمې په بې دریغه ډول په فلسطيني وکړو بمبارد کوي او هره ورځ د لسګونو بې ګناه فلسطیني وګړو ژوند اخلي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستي راپور له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اشغالګرو اسرائیلو په بمباريو کې ۶۲تنه فلسطينيان شهيدان شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.
د دې وزارت د معلوماتو په اساس د ٢٠٢٣ م کال د اکتوبر له اوومې په غزه د اشغالګرو اسرائیلو په بريدونو کې ٣٣ زره ۳۷ تنه شهيدان او ٧٥ زره ۶۶۸ تنه نور ټپيان دي، چې ٧٥ سلنه قربانيان يې ښځې او ماشومان دي.
د معلوماتو له مخې تر ٧ زرو زيات وګړي لاهم د نړېدلو ودانيو تر امبارونو لاندې لادرکه دي.