هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو او استازو ته په خبرو کې ویلي، افغانستان له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي حنفي ویلي، اسلامي امارت غواړي افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي په اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو په زور ایستلو منفي اغېزو ته په اشارې ویلي، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي ځکه دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړې، اسلامي امارت له سیمې ور هاخوا له ټولو هیوادونو غواړي، چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د مهاجرت د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات - بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.
هغه په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو بې رحمانه بریدونه او د فلسطین ملت ټول وژنه په ټوله مانا غندلې، چې په خبره یې په غزه کې د ټولو بشري او بین المللي اصولو خلاف ترسره کېدونکي بریدونه ټول بین المللي نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.