د ګاونډیو هېوادونو له لوري په جبر د ګډوالو ایستل د کډوالۍ نړېوالو قوانینو خلاف ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتوت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې، د ګاونډیانو له لوري په جبر د کډوال ایستل د اندېښنې وړ مسئله بللې ده.
ښاغلي راتوت ویلي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د کډوالو اېستل د کډوالۍ د بین المللي قوانینو خلاف دي.
نوموړي له افغانانو سره د نړېوالې ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
بلخوا په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له ګاونډیو هیوادونو څخه په زور د افغان کډوالو را اېستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کیږي.