خوست کې د پنځو چک ډېمونو د جوړیدو چارې بشپړې شوې

خوست کې د پنځو چک ډېمونو د جوړیدو چارې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
د څلور نور چک ډېمونو د جوړېدو چارې دوام لري

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکوي، چې په خوست ولایت کې د پنځو چک ډېمونو د جوړیدو چارې بشپړې شوې او د څلورو نورو دوام لري. 

یاد وزارت په دې تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لړ کې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ په الګډې شیخانو، د صبریو ولسوالۍ د څپرې درې کندې، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د وام مقبل او د دوه منده ولسوالۍ د انارباغ او په تڼیو ولسوالۍ کې د درګې ترخیلو چک ډېمونو چارې بشپړې شوې دي. 

د اوبو انرژۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه چک ډېمونه د دې وزارت د۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

دغه راز د څلور نور چک ډېمونو د جوړېدو چارې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د اوبو د مدیریت، د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.

تړلي موضوعات