سبا ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلورل کېږي

سبا ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلورل کېږي افغانستان
امریکايي ډالر

د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې سبا د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یادې حکومتي ادارې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

یاد بانک همدارنګه ویلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک مسؤلین وايي، چې د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه وخت په وخت د بازار له غوښتنې سره سم ډالر لیلاموي.
#حریت_راډيو
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z

تړلي موضوعات