پر سوریې د اسرائیلو بریدونه؛ لسګونه کسان وژل شوي دي

پر سوریې د اسرائیلو بریدونه؛ لسګونه کسان وژل شوي دي نړۍ
یاده سیمه له هوايي بریدونو وروسته

د سوریې په حلب ښار د اسرائیلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جمعې په سهار د سوریې په شمال کې پر حلب ښار باندې د اسرائیلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله ډلې د پنځو غړو په ګډون شاوخوا ۳۸ کسان وژل شوي دي.
د سوریې خبري اژانس (SANA) د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي چې د حلب په جنوب ختیځ "أثريا" سيمه کې د اسرائیلي دښمن له لوري د هوايي برید په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي. یاد آژانس د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

الجزيرې تلوېزیون د ياد آژانس له قوله خبر ورکړی، چې د ياد تېري په پایله کې یو شمیر ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي او عامه او شخصي ملکیتونو ته مالي زیانونه اوښتي.

د يادونې وړ ده چې اسرائيلي صهيونستي رژيم د عربي هېوادونو او نړېوالې ټولنې د چوپتيا پر دوام هرې خواته پراخه وحشتونه پيل کړي؛ غزې کې د ټولوژنې ترڅنګ يې په د فلسطين په غربي تړانګه او شاوخوا عربي هېوادونو کې هم بريدونه او وژنې پیل کړې دي.

تړلي موضوعات