ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني وزیر څرګندونې له مسؤلیت تېښته او ستونزو توجیه کول دي

ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني وزیر څرګندونې له مسؤلیت تېښته او ستونزو توجیه کول دي سیاست
مولوي ذبیح الله مجاهد او خواجه اصف درانی

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاسي پروپاګند پر دوام تېره ورځ د دې هېواد دفاع وزیر خواجه اصف دراني ادعا کړې، چې د پاکستان د نا امنیو سرچینه په افغانستان کې ده؛ خو د اسلامي امارت ویاند ورته ویلي، چې ستا دا څرګندونې له مسؤلیت تېښته او ستونزو توجیه کول دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د نوموړي خبرو غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له لوري په افغانستان پورې د خپلو ستونزو تړل بې انصافي او ناسمه کړنه ده.

ښاغلي مجاهد دا تورونه په کلکه رد کړي او پاکستاني وزیر ته یې ور یاده کړې، چې د خپلو ستونزو حل په خپل کور کې ولټوي او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو ته باید اهمیت ورکړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد د خواجه اصف دراني څرګندونو بې بنسټه بللو تر څنګ ویلي، چې افغانستان خپله ۴۰ کاله د جګړې قرباني و او خپله ستونزې لري، خو دا چې پاکستان افغانستان د خپلو ستونزو سرچینه بولي غطه خبره او له خپل مسؤلیت څخه تېښته او د خپلو ناکامیو توجیه کول دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې د ناسم سیاسي پروپاګند یوه سلسله پیل کړې او کله چې هلته چارواکي د امنیتي پېښو کنټرول کې پاتې راشي، پر افغانستان باندې نیوکو ته مخه کړي؛ خو افغان چارواکي دوی ته ور یادوي چې خپلې ستونزې خپله حل کړئ او امنیت مو خوندي کړئ.

تړلي موضوعات