هېوادونه دې خپل کورني مسائل حل او امنیت خوندي کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ناروې سفیر سره په کتنه کې ویلي، د ځینو لوریو لخوا د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت ور اچول له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.
سیاسي مرستیال ویلي، غوره به وي چې هېوادونه خپل کورني مسائل پخپله حل او خپل امنیت وساتي.
مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دراني تور پورې کړی چې په پاکستان کې د امنیتي پېښو رېښه په افغانستان کې ده؛ خو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو او هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم چا پر ضد وکارول شي.
پاکستاني چارواکي پر داسې مهال پر افغان لوري د خپلو ناکامیو پړه ور اچوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښي زیاتې شوې دي، خو افغان لوري تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې او غوښتنه یې کړې، چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان نه اچوي.