اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د نړۍ په ګټه نه ده

اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د نړۍ په ګټه نه ده سیاست
په اسلامي امارت د امنیتي پېښو پړه اچول له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري

په کابل کې د ناروې سفیر پاول کلومن د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، د نړېوالو له لوري تر اوسه د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د نړۍ او افغانستان په ګټه نه ده او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

پاول کلومن ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي بلکه له اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کارکوي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وکړي.

بلخوا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ځینو لورو لخوا په اسلامي امارت د امنیتي پېښو پړه اچول له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

‏نوموړي د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې  له هڅو په مننې سره ویلي، افغانستان د اوبو دمدیریت او ځنګلونو د رغاونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

تړلي موضوعات