بهرنیو چارو وزارت مسکو کې وروستی برید غندلی دی
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د روسې په مسکو ښار کې وروستی برید غندلی او هغه یې د انساني ارزښتونو ښکاره نقض بللی دی.
یاد وزارت ویلي، ځینې استخباراتي سازمانونه هڅه کوي، ترڅو په دې ډول بریدونو سره د اسلام مبارک دین بدنامه او سیمه وګواښي.
د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار کې تېره شپه یوې وسله والې ډلې په یوه تالار کې په ناستو خلکو برید وکړ، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د دې برید مسئولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.