ښوونه او روزنه د دنیوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټیزه اړتیا ده
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت غونډې ته ویلي، د پوهنې وزارت د ښوونې په برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دی او په دې لار کې له هیڅ راز هڅو څخه درېغ نه کوي.
مولوي حبیب الله اغا ویلي، ښوونه او روزنه د دنیوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټیزه اړتیا ده، چې په خبره یې په ټول توان سره به د هېوادوالو لپاره د ښوونیزو اسانتیاوو رامنځته کولو کې خپلې هڅې جاري وساتي.
ښاغلي حبیب الله اغا همدا راز زیاته کړې، چې د پردیو له احتیاج څخه د خلاصون یوازینۍ لاره په دیني او عصري علومو د هېواد د بچیانو سمبالول دي. نوموړي ټینګار کړی، چې یادې موخې ته د رسېدلو لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.