د زرغونې انا مقبرې ترميماتي چارې پای ته ورسېدې

د زرغونې انا مقبرې ترميماتي چارې پای ته ورسېدې افغانستان
د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چارې هم دوام لري

د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د لوی احمد شاه بابا د مور زرغونې انا مقبرې ترمیماتي چارې بشپړې شوې.

د زرغونې انا د مقبرې چارې درې میاشتې وړاندې د اطلاعات کلتور وزارت له لوري پیل شوې وې، چې تېره ورځ د کندهار ولایت ځایي مسئولینو له لوري تر بشپړېدو وروسته پرانېستل شوه.

د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، په ترمیماتي چارو یې ۱۱میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د اطلاعات کلتور وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

د يادولو ده، چي د هېواد په کچه د تاريخي ابداتو د ترميماتو پر دوام په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چارې هم دوام لري او ځيني تاريخي ځايونه ترميم شوي هم دي.

تړلي موضوعات