غزه کې اوربند وغځېد

غزه کې اوربند وغځېد سیمه
غزه کې د فلسطیني بندیانو خلاصون کې خوښي

د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې غزه کې اوربند دوه ورځې نور هم وغځېد.

حمـ. اس په دې اړه ویلي، چې اوربند پر مخکېنیو شرایطو دوه ورځې نور غځول شوی دی. ټاکل شوې وه، چې غزه کې نن شپه اوربند پای ته ورسېږي، خو تازه د قطر بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د روانو هڅو په پایله کې بشري اوربند دوه ورځې نور هم غځېدلی دی.

د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند هوکړې له مخې تر دې دمه دواړو لوریو درې ډلې بندیان سره تبادله کړي، چې تېره شپه حمـ. اس ۱۳ اسرائیلي، یو روسی او درې تایلنډي بندیان خوشي کړل او اسرائیلو بیا ۳۹ فلسطیني بندیان خلاص کړل.

عربي رسنۍ وايي، چې د تېرې ورځې تبادله د غزې شمال کې ترسره شوه، چې حمـ. اس ورته ځانګړي مراسم نیولي و او ګڼ د القسـ، ام ځواکونه هلته له نظامي وسایطو سره موجود وو.

عربي رسنۍ زیاتوي، چې وړاندې اسرائیـ.لي اشغالـ. ګرو ویلي و، چې د غزې شمال یې د القسـ ام ځواکونو له شتون څخه پاک کړی، خو پروني مراسمو وښوده، چې حمـ اس ځواکونه هلته بشپړ حضور لري.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیلـ.ي اشغالګـ.رو غزه کې له اوربند وړاندې شاوخوا ۱۴ زره ملکي فلسطیني مسلمانان شهیدان کړي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

تړلي موضوعات