د روژې مبارکه میاشت؛ پر غزه لا هم د یرغلګرو بریدونه دوام لري

د روژې مبارکه میاشت؛ پر غزه لا هم د یرغلګرو بریدونه دوام لري نړۍ
د غزې یوه بمبارد شوې څنډه

د رمضان المبارک میاشت کې هم په غزه کې د اسرائيلو لخوا پراخ وحشتونه روان دي، نن د رمضان په ۴مه نېټه د غزې په جنوب کې هغه مسلمانان په نښه شوي، چې د مرستو ترلاسه کولو په پار را ټول شوي وو.

 د الجزيرې تلوېزیون د راپور پر اساس په ياد بريد کې ۶ تنه شهيدان او ۸۳ تنه نور ټپيان شوي دي او همدارنګه د غزې په بېلابېلو سيمو د اسرائيلو هوايي بريدونه دوام لري.

 د یادې رسنۍ د خبر له مخې په البريج سيمه کې هم اسرائيلي اشغالګرو يو کور په نښه کړی چې په لړ کې یې د يوې کورنۍ ۹ تنه شهيدان شوي.

 بلخوا د فلسطيني مقاومت ډلو لخوا په غزه کې د جګړې په مختلفو نقطو کې د اسرائيلو پرضد هم پراخ بريدونه روان دي، د اسرائيلي پوځ يو قومندان أومر کوهین تازه رسنيو ته ويلي چې د غزې په خان يونس سيمه کې له پراخ مقاومت سره مخ دي او په وينا يې په دې سيمه کې حماس په ډېر مهارت او ستر ځواک سره جګړه پرمخ بيايي.

 له بل پلوه په يمن کې د حوثيانو ډلې هم د اسرائيلي، امريکايي او بريتانوي بېړۍ او کښتيو پر ضد توغندیزو بريدونو ته دوام ورکړی او تازه یې يوه امريکايي جنګي بېړۍ په بالستيک توغندي په نښه کړې.

 حوثيان دا بريدونه په غزه کې د روان اسرائيلي وحشت په غبرګون کې ترسره کړي، يادو بريدونو په سور سمندرګي او عدن خليج کې سوداګريز بهیر سخت ټکنی او زيانمن کړی او تازه ۶ هېوادونو امریکا، برتانيا، کاناډا، استراليا، چاپان او نيوزيلينډ د حوثيانو څخه غوښتي چې خپل بريدونه ودروي.

د حوثيانو څخه د يادو هېوادونو غوښتنه په داسې مهال ترسره کېږي چې امريکا او برتانيا د حوثيانو په کابو کولو کې پاتې راغلي او د دوی پر ضد په يمن کې د پراخو هوايي بريدونو باوجود بيا هم نه دي توانېدلي چې د حوثي بريدونو مخه ډب کړي.

 د يادونې وړ ده چې د ۱۶۰ ورځو راهيسې اسرائيلو په غزه کې د وحشتونو لړۍ پيل کړې چې د يادو وحشتونو په لړ کې د امریکا، بريتانيې، فرانسې او ځينو نورو غربي هېوادونو له پراخ ملاتړ او بې سارې مرستو څخه برخمن دي؛ يادو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا څو ځله په نړېوالو سټيجونو او غونډو کې د اوربند وړانديزونه هم ويټو او له ناکامۍ سره مخ کړي.

تړلي موضوعات