فراه کې ۱۴ ټنه کم کیفیته ګاډر بیرته ایران ته ګرځول شوي
د سټنډرډ ملي اداره خبر ورکوي، چې له ایران څخه یې هیواد ته د ۱۴ ټنه کم کیفیته ګاډرو د واریدېدو مخنیوی کړی دی.
دې ادارې زیاته کړې، چې دغه ساختماني توکي د فراه ولایت د ۷۸ میل بندر له لارې هیواد ته راوړل کیدل، چې د کیفیت له معاینې وروسته له سټنډرډ سره د نه برابرېدو له امله بیرته مسترد شوي دي.
په ورته مهال د سټنډرډ ملي ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هیواد ته د کم کیفیته ساختماني توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.