تیره سلواغې مياشت کې د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالره صادرات شوي
د احصایي او معلوماتو ملی اداره وایي، د هېواد په کچه د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې ۱۳۴.۱ میلیونه ډالره صادرات او ۷۹۳.۵ میلیونه ډالره واردات شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې د تېر کال د همدې میاشتې د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶.۷ میلیون ډالرو ته رسېدل، چې د تېر کال د صادراتو په پرتله په روان کال کې ۴۲.۶ میلیون ډالره کموالی ښيي.
همدرازا د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۶ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال د سلواغې میاشتې په پرتله د ۹۸.۹ میلیون ډالرو زیاتوالي ښودنه کوي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر او روان کال د سلواغې په میاشتو کې تر ټولو زیات صادارات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات هم له پاکستان، ایران او چین څخه شوي دي.