د کرنې په عصري کېدو سره به افغانستان بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږي
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د کرنې پیاوړتیا او عصري کېدو لپاره هیڅ کار نه دی شوی.
ښاغلي عمري ویلي، د هېواد ۸۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي که چیرې د دې برخې د عصري کېدو لپاره کار وشي ډېر ژر به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، په روان کال کې د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه ۱.۳ میلیونه افغانۍ د هېواد په بزګرانو وېشل شوې او ټاکل شوې په راتلونکي کال کې تر ۲ میلیارده پورې نورې افغانۍ هم په بزګرانو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د کرنیزو چارو مسئولینو د کرنې وزارت له رهبري غوښتنه کړې، چې د لوګر ولایت د بزګرانو د محصولاتو لپاره دې د بازار موندنې او سړو خونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.