د افغانستان رئیس الوزرا: اسلامي هېوادونه دې د غزې مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي

د افغانستان رئیس الوزرا: اسلامي هېوادونه دې د غزې مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي افغانستان
د افغانستان رئیس الوزراء

د افغانستان رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پیغام کې پر اسلامي هېوادونو، نړېوالو سازمانونو او پر ټول بشریت غږ کړی، چې غزه کې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسؤليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي.

ملا محمد حسن اخند زیاته کړې، هغه څه چې په غزه کې جریان لري، د بشریت د تاریخ پر ټنډه تور داغ دی او هغه هېوادونه چې دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅې نه کوي، د صهیونستي یرغلګرو جرمي شریکان دي.

د افغانستان رئیس الوزرا د روژې مبارکو ورځو کې له ټولو مسلمانانو څخه غوښتې، چې د فلسطین مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي او د هغوی هر قسم مرسته او همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د روان اسرائیلي یرغل له پیل راهیسې هلته اسرائیلي اشغالګرو څه باندې ۳۱ زره فلسطیني مسلمانان په شهادت رسولي، چې ۷۲ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

تړلي موضوعات