پولیسو درېیو ولایتونو کې ۶۴۶ جریبه کوکنار اړولي

پولیسو درېیو ولایتونو کې ۶۴۶ جریبه کوکنار اړولي افغانستان
ځمکه د کوکنار له کښت څخه پاکه کړې

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین پر دوام په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې په ۶۴۶ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

یاد وزارت ویلي، د دې کمپاین په ترڅ د هلمند پولیسو ۵۸۷جریبه ځمکه د کوکنار له کښت څخه پاکه کړې.

دغه راز پولیسو په کندهار او ارزګان ولایتونو کې هم ۵۸ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري په هېواد کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور باندې تر بندیز لګولو وروسته له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې او په زرګونو جریبه ځمکه یې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او په سلګونو تنه یې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي هم دي.

تړلي موضوعات