ملي تدارکاتو کمېسیون؛ ۱۴۰۲ کال کې د ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۲ پروژې منظور شوې
د ملي تدارکاتو کمېسیون وایي، په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د شاوخوا ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۲ بېلابېلې او نېمګړې پروژې منظورې کړې دي.
یاد کمېسیون ویلي، دغه پروژې چې د اسلامي امارت په تمویل بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیا، برېښنا، ټرانسپورټ، کرنې، د کلیو پراختیا، مخابرات، زېربنا، د څښاک پاکې اوبه او د ښارونو اړوند د زېربنا او خدماتو برخو کې پلې شوې دي.
یاد کمېسیون زیاته کړې، چې منظور شوو پروژو کې متوازن انکشاف او د خلکو اړتیاوو ته په کتو مهمو پروژو او د کورنیو تولیداتو کارونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ازادې داوطلبۍ له لارې د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ سپما شوې او زرګونو هېوادوالو ته پکې کاري فرصتونه هم برابر شوي.