سبا ورځ روژه ده
د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی، چې سبا سهار دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د اسلامي امارت میاشتې لېدو مرکزي کمېټې دا پرېکړه نږدې ساعت وړاندې کړې ده او خپره کړې خبرپاڼه کې یې ویلي، چې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې څو تنو هېوادوالو د روژې مبارکه میاشت ليدلې او شرعي محاكمـو تـه يـې د دې مياشتې د لېدو شاهدي وړاندې کړې ده، چې شاهدي يې شرعاً معتبره بلل شوې ده.
د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې د دې شاهدي پر اساس سبا دوشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت سترې محکمې چارواکو تېر ماښام اعلان کړی و، چې دوشنبه روژه نه ده؛ خو اوس دا پرېکړه بدله شوې ده.