افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو د تګ غوښتنې د پام وړ زیاتې شوي

افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو د تګ غوښتنې د پام وړ زیاتې شوي افغانستان
افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو د تګ غوښتنې څو برابره زیاتې شوې دي

د ګرځندوی دوه لوی او مشهور برېټانوي شرکتونه وایي، د پخوا په پرتله افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو د تګ غوښتنې څو برابره زیاتې شوې دي. 

سکای نیوز امریکایي خبري سرچینې د یادو شرکتونو هریو اګینسټ دي کومپاس او انټميډ بورډر په حواله ویلي، چې افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره دغه هېواد ته د بهرنیو ګرځندویانو تګ نظر تېر ته څو برابره زیات شوی دی. 

یاد شرکتونه وایي، چې بهرني ګرځندویان اوس د منځني ختیځ پر ځای غواړي افغانستان ته سفر وکړي او احتمال شته چې افغانستان د برېټانیایي ګرځندویانو د سیاحت لپاره په ترټولو غوره ځای بدل شي. 

ویل کېږي، اګینسټ دي کومپاس او انټميډ بورډر دوه هغه مشهور برېټانیوي شرکتونه دي، چې د نړۍ زړه راښکونکو او هغه سېمو ته چې ورته لاسرسی سخت وي د ګرځندویانو تګ-راتګ تنظیموي. 

د یادولو ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو او بشپړ امنیت رامنځته کیدو سره هېواد ته د بهرنیو سیلانیو پام را اوښتی، چې تر دې مهاله په زرګونه تنو بهرنیو وګړو افغانستان ته د سیاحت او تفریح په موخه سفر کړی دی.

تړلي موضوعات