غزني کې له موټرو د لیزري څراغونو د راټولولو لړۍ پیل شوه

غزني کې له موټرو د لیزري څراغونو د راټولولو لړۍ پیل شوه افغانستان
د ټرافیکي پېښو په کمولو کې مرسته وکړي

د غزني ولایت د ټرانسپورټ ریاست ویلي، له دې وروسته هیچا ته چاته اجازه نه ورکوي، چې په خپلو موټرونو کې لیرزي څراغونه ولګوي. 

د یاد ریاست مسئولینو ویلي، چې د ټرافیکو له مدیریت سره په ګډه یې یوه کمېټه تشکیل کړې، ترڅو په نقلیه وسایطو کې لګول شوي لیزري څراغونه لري او پر ځای یې معیاري څراغونه ولګوي. 

مسئولین لیرزي څراغونه په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو لامل بولي، چې دغه کړنه به د ټرافیکي پېښو په کمولو کې مرسته وکړي. 

دا په داسې حال کې، چې څو ورځې وړاندې د کورنیو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شخصي وسایطو کې د لیزري څراغونو او هارنونو د بندیز په اړه خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات