یوه قرغزستاني پانګوال کاني زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د قزاقستان هېواد یو تن پانګوال د دې وزارت له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره کتنه کې د انتیموني کاني زېرمو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د دغه وزارت د خبر له مخې یاد پانګوال د انتیموني په برخه کې پر پانګونې سربېره د معیاري لابراتوار د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.
خبر زیاتوي، چې کتنه کې ښاغلي دلاور د قانون او طرزالعمل مطابق ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم یاد وزارت له درېیو کورنیو شرکتونو سره د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات ګچ، د لغمان ګرانیت او د ازرګان ولایت مرمر کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.