پنجشېر کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې
د پنجشېر ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ له قوله خبر ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې.
سرچینې د پنجشېر امنیه قومندانۍ له قوله ویلي، چې یاد کسان د مرکز بازارک مربوطاتو کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې له نیول شوو څلور تنو غلو څخه درې عرادې موټرسایکل او یوه قبضه توفنچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
ویل کېږي، چې نیول شوې د غلو ډلې به له موټرسایکل پر استفادې د پنجشېر بېلابېلو سیمو کې هره ورځ له کورنو غلاوې کولې.