سور سمند او عدن خلیج کې پر بېړیو د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو یوه بله سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې

سور سمند او عدن خلیج کې پر بېړیو د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو یوه بله سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې نړۍ
حوثي ځواکونو یوه بله سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې

د رویټرز خبري اژانس د خبر په اساس حوثي ځواکونو د دې بریدونو په تائید سره زیاته کړې، چې تر دې دمه یې په عدن خلیج کې په څو بیړیو سربیره ۳۷ بې پیلوټه الوتکې هم په نښه کړې دي. 

په ورته مهال د امریکا مرکزي قومنداني یا سینټکام هم ویلي، چې د حوثي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه په خنثی کولو سربیره یې سمندري ځواکونو د حوثیانو ۱۵ بې پیلوټه الوتکې په عدن خلیج کې سقوط کړې دي.

د یادونې وړه ده، چې لاهم نه ده په ډاګه شوې، چې ویشتل شوې سوداګریزه بېړۍ د چا ده خو حوثي ځواکونه تل د اسرائیلو له لوري د غزې پرمسلمانانو د روانو وحشتونو پرخلاف او د فلسطینیانو پر ملاتړ اسرائیلو ته هره تلونکې بېړۍ په نښه کوي او له منځه یې وړي.

تړلي موضوعات