حمـ.اس ۱۷ اسرائیلي او بهرني بندیان سره صلیب ته سپارلي

حمـ.اس ۱۷ اسرائیلي او بهرني بندیان سره صلیب ته سپارلي سیمه
سره صلیب ته سپارل شوي اسرائیل بندیان| عکس: ارشیف

نن شپه د بندیانو تبادلې درېیمې جوپې په لړ کې حمـاس ۱۳ اسرائیلي، یو روسی او ۳ تایلنډي بندیان سره صلیب ته سپارلي دي.

د دې بندیانو د خوشي کېدو خبر حماس خپور کړی او د حمـ. اس پوځي څانګې القـسام ویلي، چې د روسیې حکومت له لوري د فلسطین ملاتړ له کبله یې یو روسی وګړی هم نن ازاد کړی دی.

حمـاس همدارنګه ویلي، چې د ۳۹ فلسطیني بندیانو نومونه یې اسرائیلي زندانونو ته سپارلي او ژر به هغوی هم را خلاص شي.

بل لور ته د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې حمـاس سره مخامخ خبرو په ترڅ کې هغه کس ازاد شوی، چې روسی تابعیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي و، چې نن ورځ د غزې بېلابېلو سیمو ته ۱۰۰ د مرستو بار موټرې را رسېدلې دي.

تړلي موضوعات