امریکایي او سعودي چارواکو د غزې او ځینو نورو مسائیلو په اړه خبرې کړي
د سعودي عربستان PSA خبري اژانس خبر ورکوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان تېره ورځ د غزې د وضعیت په اړه ټيلیفوني خبرې کړې دي.
یاد اژانس ویلي، په اړیکه کې دواړو لورو د ګډو اندېښنو، یو شمېر سیمه ییزو مسائلو، په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستي وضعیت او دغلته د بشري ناوړه وضعیت پر وړاندې د هڅو په اړه نظرونه تبادله کړي.
په ورته مهال د سعودي خبري اژانس زیاته کړې، چې تېره ورځ د برازیل د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر مورو ویرا هم له فیصل بن فرحان سره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې.