غزه کې د اوربند په اړه خبرې له ستونزو سره سره پرمختګ کوي
مصري لوړ پوړو چارواکو د دې هېواد القاهره نیوز ټلوېزیون ته ویلي، چې د امریکا، مصر، قطر او حماس غورځنګ غړو په ګډون د راتلونکې روژې میاشتې لپاره په غزه کې د اوربند ټینګولو خبرې دوام لري.
د ټي ار ټي د خبر له مخې دغو چارواکو زیاته کړې، چې روانې مارچ له ۱۱ مې تر اپریل ۹ مې پورې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د اوربند په اړه د ښکېلو اړخونو په غیري مستقیمو خبرو کې له ستونزو سره سره پرمختګونه هم شته خو وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
په ورته مهال د اسرائیلو ۱۳ ټلوېزیون د صهیونیستي رژیم د چارواکو په حواله ویلي، د تل ابیب ادارې حماس غورځنګ سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه وړاندیزونه شریک او د حماس له لوري د ځواب ترلاسه کولو ته انتظار کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې اسرائیلو له حماس څخه د اوربند په بدل کې د یو شرط په توګه له دوی سره د بندي ژوندي پاتې اسرائیلي وګړو په اړه معلومات شریکول غوښتي او حماس غورځنګ بیا په غزه د اسرئیلو د بریدونو بشپړو درېدو په صورت کې خبرو ته چمتو کېدل د خپل یو شرط په توګه وړاندی کړی دی.
د اوربند خبرې په داسې حال کې تودېږي، چې د اکټوبر له اوومې پر غزې تړانګې د اسرائیلو یرغل پیل راهیسې ۱۳ زره ۴۳۰ ماشومانو او ۸ زره ۹۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰ زره ۶۳۱ فلسطیني ملکي وګړي شهیدان شوي او نږدې ۸۰ زره ټپیان شوي دي.