د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان د غزې په اړه ځانګړې غونډه کوي
د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان خبر ورکوي، چې د دې سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازي به د سعودي عربستان په جده ښار کې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د غزې په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.
د TRT د خبر له مخې په دې غونډه کې به پر غزې د اسرائيلو د روانو بريدونو او د عدالت په نړيواله محکمه کې د فلسطين د نسل وژنې په جرم د اسراييلو د محاکمې په اړه خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په غزه او د فلسطین په مختلفو ښارونو کې د اسرائیلو د روانو بریدونو په پایله کې تر ۳۰ زرو زیات فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.